د یمن حوثیانو ادعا کړې چي د سعودي عربستان پر درو هوايي ډګرونو ئې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي

د یمن حوثیانو ادعا کړې چي د سعودي عربستان پر درو هوايي ډګرونو ئې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع وايي، په ریاض کي د ملک خالد، په ابها کي پر نړۍوال هوايي ډګر او د خمیس مشیط پر پوځي اډه بریدونه کړي.
د هغه په وینا، دغو بریدونو د هوايي الوتنو په بهیر کي ګډوډي رامنځته کړې او د خمیس مشیط پوځي اډې ځیني برخي ئې هم زیانمني کړي دي.

حوثیان همداراز ادعا کوي چي د سعودي عربستان یوه د جاسوسۍ بې‌پیلوټه الوتکه ئې د یمن په الجوف ولایت کي نسکوره کړې ده.