د یمن د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه هیواد په پلازمېنه عدن ښار کي د ساحلي ساتونکو پر دوو مرکزونو د درو بالستیک توغندیو بریدونه سوي دي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخي، دوې توغندي د کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کي د ساحلي ساتونکو پر مرکزي مرکز لګېدلي او دریمه توغندی د عدن ښار په التواهي سیمه کي د یادو ځواکونو پر یوې بلي ودانۍ لګېدلې ده.
د یمن د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چي پر ملکي او عامه تاسیساتو د بریدونو دوام د عدن ښار امنیت او ثبات ته ګواښ پېښوي او د خلګو ژوند له خطر سره مخ کوي.