د پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د راتګ په لړۍ کي، د سپین بولدک له لاري د یکشنبې په ورځ ۲۲۱ افغان کډوالي کورنۍ، چي د وګړو شمېر ئې ۱۲۲۰ تنه کېږي، کندهار ته راغلي دي.
دغه افغان کډوال د سپین بولدک څخه خپلو اصلي سیمو ته لېږدول سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي په همدې ورځ ۱۱۵ تنه افغان بندیان هم د پاکستان د زندانونو څخه ازاد سوي او افغانستان ته راغلي دي.