دوو افغان لوبغاړو په ازادو سياليو کي په نړۍواله کچه برياوي خپلي کړې

د افغانستان د آزادو سياليو دوو لوبغاړو، فرید بشارت او عبدالکریم بدخشي، په نړۍوالو سیالیو کي د پام وړ بریاوي ترلاسه کړې.
فرید بشارت د امریکا د UFC سازمان په سیالیو کي خپل امریکایي سیال کریس ګویټیرز ته په امتیازي توپیر ماته ورکړه او خپله څوارلسمه پرله‌پسې بریا ئې ثبت کړه. د ازادو سياليو دغه افغان لوبغاړي تر اوسه پوري هېڅ لوبه نه ده بایللې.
بل‌خوا، عبدالکریم بدخشي هم وتوانېدی چي د ازادو سياليو په لړ کي خپل فرانسوي سیال جیوواني فرنانډز ته ماته ورکړي او بريا د افغانستان په نوم کړي‌.