راشدخان په هالنډ کي خان فاونډېشن پرانيستی

د افغانستان د شل اوریزو کرکټ لوبډلي کپتان راشدخان په هالنډ کي د خپل خیریه بنسټ “خان فاونډېشن” افتتاح وکړه.
نوموړي په دغه مراسمو کي ټینګار وکړ چي دا بنسټ به د افغانستان د خلګو له پاره د روغتیايي خدمتونو او تعلیمي فرصتونو د پراخولو په برخه کي همکاري کوي.
راشد خان له نړۍوالو او افغانانو وغوښتل چي د خان فاونډېشن ملاتړ وکړي او د هيواد د روغتیا او تعلیم په برخه کي د مثبت بدلون راوستلو له پاره ورسره همکاري وکړي.