د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د امنيت د شورا وياند او ديني عالم م.ولوي رحمت الله اندړ پر خپله ايکس پاڼه ليکلي دي، چي د ط..البانو په رسمیت پېژندل به د ط..البانو عمر لږ اوږد کړي، خو بقا ئې نه سي تضمینولای.
هغه وايي د حکومتونه بقا د هغوی تګلارې او ولسي مشروعیت تضمینوي، چي ط..البان ئې تر اوسه نه لري.
د هغه په خبره ټول افغانستان د م.لا هب..ت الله او څو نورو م.لایانو د شخصي سلیقو او له دین څخه د شخصي انګېرنو پر لار روان دئ.
هغه دغه راز وايي که ط..البان له رسمیت پېژندني سره خپل دریځ نرم کړي د پاکستان څخه پرته نوره نړۍ وپېژني او له نړۍ سره د تعامل لاره غوره کړي، یو ټولمنلی او ټولشموله نظام را منځ ته کړي دا به د افغانستان په خير وي او که دا کار تر سره نه کړي نظام به ئې بقا و نه لري