د روسیې د سوداګرۍ او صنعت خونې د افغانستان سره د همکارۍ د سوداګریزې شورا مشر دمیتري انتونوف ویلي چي افغانستان ته د تر ۲۰۰ میلیون ډالرو پوري روسي توکو د صادرولو تړونونه سوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخي، دا تړونونه په کابل کي د روسیې او افغانستان په سوداګریز فورم کي وروسته له هغه وسول چي د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک کابل ته سفر وکړ.
اوورچوک د نومبر په ۱۲مه په کابل کي د طالبانو له لومړي وزیر، د هغه له مرستیال او د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي وو او ویلي یې وو چي روسي شرکتونو د غنمو، اوړو، درملو او برېښنايي تجهیزاتو د صادرولو تړونونه لاسلیک کړي دي.
انځور: څراغ تلوېزیون.
📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV