رويټرز خبري اژانس وايي چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ايران سره د خبرو اترو کولو نيت لري

رويټرز خبري اژانس وايي چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ايران سره د خبرو اترو کولو نيت لري.
نوموړي د يوې غونډي پرمهال خبريالانو ته ويلي، چي د امريکا او ايران ترمنځ د زياتېدونکي تاوتريخوالي له امله غواړي له تهران سره خبري وکړي.
هغه زياته کړې چي دا مهال ډېري ستري او پياوړي امريکايي پوځي بېړۍ د ايران پر لور رواني دي، خو غوره به دا وي چي له پوځي ځواک څخه کار وا نه خيستل سي.

په همدې وخت کي نيويارک ټايمز راپور ورکړی، چي ټرمپ د ايران پر ضد د پوځي بريد بېلابېل انتخابونه ارزوي.
د امريکا ولسمشر تر دې وړاندي هم خبرداری ورکړی و چي که نوی بريد وسي، نو دا به د پخوانيو بريدونو په پرتله سخت وي.