رويټرز راپور ورکړی، چي د سعودي عربستان د دمام ښار پر ملک فهد نړۍوال هوايي ډګر بريد سوی.
په راپور کي ويل سوي، چي په دغه بريد کي يو کس وژل سوی او اته نور ټپيان دي.
تر اوسه د دغه برید مسئولیت کومي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستي.
بلخوا د سعودي عربستان چارواکو ويلي، چي د دغه پېښي په تړاو ئې څېړنی پيل کړي دي.