رويټرز: په لاس انجلس کي لسګونو کسانو پر ايران د امريکا بريد غندلی

د رويټرز د خبر له مخي چي د يکشنبې په ورځ د امريکا په لاس انجلس ايالت کښي لسګونو کسانو، چي په امريکا کي مېشت ايرانيان هم پکښي شامل وه پر ايران د امريکا بريدونه غندلي دي.
دغه لاريون کوونکي چي په لاس انجلس کي سړکونو ته راوتلي وه د امريکا له خوا پر ايران باندي هوايي بريدونه ئې د نړۍوالو قوانينو سره په ټکر کي بللي او دا ئې د ايران د حکومت پر خپلواکۍ باندي بريد بللی.
لاريون کوونکو ويلي، چي د امريکا له خوا پر ايران د سوي بريد سره مخالفت لري او د دا ډول پېښو د بیا تکرار پر مخنيوي ئې ټينګار کړی.