روژه کي د بېکنټروله بیو لوړوالی د کابل ښاریانو ژوند ګواښي
د مبارکې روژې د میاشتي په پېلېدو د کابل یو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو، په ځانګړي ډول د لبنیاتو د بیو له لوړېدو اندېښنه ښکاره کوي. هغوی وایي، دا زیاتوالی په داسې وخت کي رامنځته سوی چي یوې خواته دولت لوړي مالیې غواړي، دلته عایدات کم سوي او بېکاري زیاته سوې ده، او د کورنیو د پېرلو توان یې سخت راکم کړی دی. د کابل اوسېدونکي خبرداری ورکوي چي که دا حالت همداسي دوام وکړي، نو د ډېرو خلکو لپاره به روژه د برکت پر ځای جدي ستونزو سره مل وي.
یو شمېر کابلیان له څراغ ټلوېزیون سره په خبرو کي وایي چي د روژې تر رارسېدو مخکي د خوراکي توکو بیو لوړېدو د ډېرو کورنیو هیلي مړې کړي دي. دوی له دوکاندارانو او سوداګرو غواړي چي د خلکو خراب اقتصادي حالت ته په کتو، د خوراکي توکو په ځانګړي ډول د روژې د ډېر مصرفېدونکو توکو بیې په خپلسر ډول لوړي نه کړي او انصاف مراعات کړي.
زرغونه چي د کابل یوه اوسېدونکې ده، وایي د روژې په درشل کي د خوراکي توکو، په ځانګړي ډول لبنیاتو بیې دوه برابره سوي دي. هغې وویل چي په اوسني حالت کي، چي فقر او بېکاري زیاته ده، دا زیاتوالی پر ټیټ عاید لرونکو خلکو وروستی ګوزار دی.
هغې وویل: «درې ورځي مخکي کدو هر کیلو ۲۵ افغانۍ و، اوس ۴۵ افغانیو ته رسېدلی. مربا چي پخوا ۱۰۰ تر ۱۲۰ افغانیو پلورل کېده، اوس ۱۸۰ تر ۱۹۰ افغانیو ته رسېدلې ده. قیماق قوطۍ ۲۵ تر ۳۰ افغانۍ و، اوس ۴۰ افغانۍ سوی دی، او همدا حالت د سبزیجاتو دی.» د هغې په خبره، که بیې همداسي لوړي سي، خلک به په روژه کي د خوړلو لپاره څه ونه لري.
زرغونه زیاتوي: «بیې ډېرې لوړي سوي دي. یو څوک چي ورځنی عاید یې ۱۰۰ افغانۍ وي، په روژه کي به څه خوري؟ دوکانداران او سوداګر باید پر خپلو خلکو رحم وکړي، که نه هېڅوک به پر موږ رحم ونه کړي. اوړه، غوړي، وریجي او غوښه په دې بیو نه رانیول کېږي، نو نور خوراکي توکي خو لا پرېږده. باید بیې کنټرول سي چي خلک په دې میاشت کي د خوړلو څه ولري.»
خلیل، د کابل بل اوسېدونکی، وایي دوکانداران باید خوراکي توکي په تخفیف ورکړي چي ټول خلک یې د پېرلو توان ولري. هغه وایي که بازار کنټرول سي، دا ډول ناڅاپي لوړوالي به نه پېښېږي.
هغه وویل: «موږ باید هڅه وکړو چي لږ تر لږه په دې میاشت کي نرخونه ثابت پاته سي، یا که امکان وي په تخفیف ورکړل سي، ځکه د خلکو اقتصادي حالت ډېر کمزوری دی.»
صادقخان، د کابل یو بل اوسېدونکی، وایي د روژې په درشل کي د خوراکي توکو بیې لوړېدل ښکاره ظلم دی او باید مخه یې ونیول سي.
هغه وایي: «د خوراکي توکو بیې ډېرې لوړي سوي دي، او په تېرو درې څلورو کلونو کي دا زیاتوالی بېساری دی. خلک باثباته اقتصاد نه لري، کار او روزګار کم دی، خو بیي ورځ تر بلي لوړېږي. له مسؤلینو غواړو چي مالیات کم کړي او یا بازار او نرخونه سم مدیریت کړي او په روژه کي توکي په مناسب قیمت خلکو ته ورسېږي.»
یو شمېر اقتصادي کارپوهان وایي چي د سوداګرو او دوکاندارانو له خوا احتکار د بیو د لوړېدو اصلي لامل دی. دوی خبرداری ورکوي چي دا ګراني پر بېوزلو کورنیو سخت فشار راولي او یوازینی حل یې د بازار جدي کنټرول دی.
قطبالدین یعقوبي، د اقتصادي چارو کارپوه، وایي: «په نورو هېوادونو کي د روژې په رارسېدو بیې کمېږي، خو په افغانستان کي برعکس دي. علت یې احتکار دی. دا لوړوالی د ډېرو خلکو ژوند لا سخت کړی، په ځانګړي ډول هغو ته چي لږ عاید لري او د فقر تر کرښي لاندي ژوند کوي.»
په همدې حال کي، د بشري مرستو اداره Caritas Internationalis خبرداری ورکړی چي د افغانستان بشري وضعیت د نړیوالو ګڼو بحرانونو تر سیوري لاندي د هېرېدو له ګواښ سره مخ دی، او ښځي تر ټولو ډېرې زیانمنېږي.
همدارنګه World Food Programme مخکې ویلي وه چي تر ۱۷ میلیونه ډېر کسان به په افغانستان کي د ژمي په موسم کي له سخت خوراکي ناامنۍ سره مخ سي. دې ادارې ویلي چي د وریجو او غوړیو په څېر ځینو توکو بیې د پاکستان له لارې د وارداتو د محدودیت او له هند او نورو بدیلو لارو د لېږد د لګښت د زیاتوالي له امله لوړي سوي دي.