رویټرز د پاکستاني امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چي د بلوچستان ايالت د ګلستان په سرحدي سیمه کي ئې د افغان ط..البانو د یوې ډلي د ننوتلو او برید هڅه ئې شنډه کړې ده.
په راپور کي ويل سوي چي د دواړو لورو ترمنځ نښته هم سوې ده، چي په دغه نښته کي د ط..البانو څو غړي وژل سوي، خو د پېښي کره شمېر ئې نه دئ ښودلی.
ط..البانو تر اوسه د پاکستان د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
دا پېښه پر داسي مهال سوې چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات سوی او دواړه لوري یو پر بل د بریدونو او سرحدي پېښو تورونه لګوي.