ريچارډ بنت: ط.البانو د روان کال د پيل څخه تر دې دمه ۶۷۲ تنه په دورو وهلي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارد بنت وایي ط..البانو سږ کال د تېر کاله په پرتله دوه برابره خلګ په عام محضر کي په دورو وهلي.
د هغه په خبره چي ط..البانو د روان کال د پيل څخه تر اوسه پوري ۶۷۲ تنه په دورو وهلي.
د هغه په وينا چي ۵۴۷ کسان نارينه او ۱۲۵ تنې ئې ښځي په عام محضر کي د خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي.
هغه په افغانستان کي د ط..البانو له خوا د بدني سزاوو پر زياتوالي اندېښنه ښودلې او په وینا یې چي دا په افغانستان کي د ناوړه بشري ناورين يوه روښانه نمونه ده.
دی وايي چي په افغانستان کي بشري وضعيت ورځ تر بلي خرابېږي.
ط..البانو تر اوسه پوري د ريچارډ بنت د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.