ریم السالم: د نړۍوالو د سترګو په وړاندي افغان ميرمني د ظلم د دوهمي څپې سره مخ دي
د ښځو او نجونو پر وړاندي د تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ريم السالم د ملګروملتونو د بشري حقونو په ناسته کي ويلي دي، چي افغان میرمني په دغه هيواد کي د جدي ستونزو سره مخ دي.
د هغې په خبره چي د نړۍوالو بشري سازمانونو او ادارو د سترګو په وړاندي افغان ميرمني د ظلم او تاوتريخوالي د دوهمي څپې سره مخ دي.
د هغې په وينا هغه څه چي په افغانستان کي د ښځو او نجونو سره پیښیږي یوازي په افغانستان پوري محدود نه دي، بلکي د ټولي نړۍ د ميرمنو په وړاندي د ننګوني په مانا دي. د هغې په وینا، د ښځو په وړاندي ناوړه ګټه اخیستنه او تبعیض اوس د جرم نوي کچي ته رسیدلی دئ.
هغې ويلي:«کله چي افغانستان ته ګورو، وینو چي موږ د ظلم او ستم له دویمي څپې سره مخ یو، ځکه چي دا لومړی ځل نه دئ چي افغان ميرمنو سره داسي ظلم کېږي او دا نوره هم د اندیښنې وړ ده ځکه چي نړۍوالي ټولني اجازه ورکړې چې دا وضعیت بیا پیښ سي.»