د افغانستان د سولي له پاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغانستان په ختيځ زون کي د وروستۍ زلزلې پېښي ته په اشارې ويلي، چي د ښځينه مسلکي ډاکټرانو کمښت په دغه پېښه کي د مېرمنو د ژغورلو عمليات کمزوري کړي دي.
د هغه په خبره چي اوس مهال افغانستان تر هرڅه مخکي ښځينه ډاکټرانو ته اړتيا لري.
خليلزاد وايي: “ط..البان ادعا کوي چي ښځي د دوی تر کنټرول لاندي خوندي دي؛ خو دا څرګنده ده چي د هغوی ژوند هم ط..البانو نه سو ژغورلای. د ط..البانو مشرتابه باید د ښځو پر لوړو زده کړو او پر ښوونځیو او پوهنتونونو بندیز له سره و ارزوي.”