زلمی خليلزاد:د پاکستان واک د پوځ په لاس کي دئ او مشر یې په جعلي ټاکنو راغلی

د افغانستان په چارو کي د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پاکستاني رسنیو د هغه خبري په غبرګون کي چي د افغانستان خلګ دي آزاد سي ویلي: چي پاکستان هغه هيواد دی چي واک یې د پوځ په لاس کي دی او مشهور مشر عمران خان یې بندي کړی دی او اوسنئ ټاکني یې جعلي ټاکني کړي دي.
هغه ویلي چي پاکستان تېري څو لسیزي د افغانستان د بې ثباتې ملاتړی و،نور یې وخت راغلی چي پاکستان خپل مشکلاتو ته توجه وکړي او افغانستان ته ناغوښتل سوي مشورې ورنکړي.
هغه زیاته کړې چي پاکستان دي په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کي خپل دوه بغاوتونه کنټرول کړي او د نورو هیوادو په اړه دي اندېښنه نه کوي.