د باميانو پخواني والي محمد طاهر زهير پر خپله اېکس پاڼه باندي د ط..البانو هغه پرېکړه غندلې ده، چي له مخي ئې د ياد ولايت د پنجاب ولسوالۍ د رشک کلي ۲۵ کورنۍ کډوالۍ ته مجبوره کړي او د هغوی کورونه ئې کوچيانو ته ورکړي دي.
د هغه په خبره چي د يادي سيمي د اوسېدونکو ږغ هېڅوک نه اوري او ط..البان ورسره په ښکاره ډول ظلم کوي.
هغه وايي چي د ولس سره دا ډول چلند کول د ولسي خلګو تر منځ نفاق زياتوي، چي وروسته ئې جبرانول ستونزمن کار دئ.
نوموړي د ط..البانو غوښتي، چي په دغه موضوع کي د عدل او انصاف څخه کار واخلي او د ټولو هغه کسانو مخه دي ونيسي، چي بېچاره او غريب ولسونه د خپلو کورونو څخه باسي او بايد ط..البان دغه ډول زورواکو کسانو ته سزا هم ورکړي.