د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سيایاې پخوانۍ ماموره سارا اډمز د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه باندي ويلي، چي د ط..البانو په زندان کي د محمود شاه حبيبي روغتيايي حالت خراب دئ.
هغې ويلي که امريکا د محمود شاه حبيبي د ازادولو په برخه کي مداخله ونه کړي، د هغه روغتيايي حالت به تر دې هم خراب سي.
هغې پر خپل اېکس پاڼه ليکلي: «محمود شاه حبيبي په ډېر بد حالت کي دئ. امريکا چي د هغه د ازادولو په برخه کي اقدام نه کوي، هغه لا هم د ط..البانو له خوا ځورېږي. نور بس دئ هغه خپل کور ته راستون کړئ.»
بايد وويل سي، چي حبیبي په ۲۰۲۲ ميلادي کال د اګسټ په ۱۰مه د ایاراېکس مخابراتي شرکت له ۲۹ نورو کارکوونکو سره یوځای ط..البانو نيولی او تراوسه پوري نادرکه دئ.