سارا اډمز: ط..البان د ترهګرۍ په وړاندي د‌ مبارزې تمثيل کوي؛ ترڅو د امريکا څخه پيسې تر لاسه کړي

د سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز په خپله ايکس پاڼه باندي د‌ کابل د قصبې په سيمه کښي د ط..البانو د دوشنبې د ماخستن د عملياتو اړوند ويلي دي، چي ط..البان د ترهګرو په وړاندي د مبارزې تمثيل کوي او د دې لاري د امريکا څخه د ډالري کڅوړو د تر لاسه کولو کوښښ کوي.
هغې ويلي دي، چي په کابل کښي د تېري شپې دغه عمليات ط..الب استخباراتو په خپل هغه مرکز ترسره کړي، چي د دوی په واک کښي ده، ترڅو امريکا او ملاتړو ته ئې وښيي، چي دوی د داعش پر وړاندي مبارزه کښي رښتيني دي او په بدل کښي ئې ډالري کڅوړي واخلي.
سارا اډمز وايي:«موږ د دغه ځای په اړه معلومات لرو. دغه ودانۍ چي تېره شپه ط..البانو عمليات پکښي کړي دي، په ۲۰۲۱کال کښي د کابل د سقوط راهیسي د ط..البانو د استخباراتو رياست (GDI) د ذوالفقار څانګي په واک کښي ده.