سارا اډمز: په کراچي کي د داع.ش خراسان ډلي په نوم کس وژل کېدل د ط..البانو جوړه سوې ډرامه ده

د امريکا د استخباراتو پخوانۍ ماموري سارا اډمز د يکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي د پاکستان په کراچي ښار کي د داع.ش خراسان ډلي په نوم د حسن وژل کېدل د ط..البانو په لاس جوړه سوې ډرامه ده.
د هغې په وینا چي حسن نومی کس نه داع.ش و او نه هم د‌‌بلي ترهګري ډلي غړی و، دا د ط..البانو په لاس د نړۍوالو د خطايستلو له پاره يو دام دئ.
د هغې په خبره چي دا يو جعلي خبر دئ او هېڅ حقيقت نه لري.
سارا اډمز ويلي چي ط..البانو داسی جعلي افسانه جوړه کړې وه، چي په لنډ وخت کي رسوا سوه.
هغې ويلي ټولو هغه رسنيو ته چي د‌ط..البانو دغي افسانې ته ئې انعکاس ورکړی و بايد د‌ شک په سترګه ورته وکتل سي.