ساینسپوهان؛ د حافظې کمزوري کېدل نور د درملني وړ دي

ساینسپوهان؛ د حافظې کمزوري کېدل نور د درملني وړ دي.
بریتانوي ساینسپوهانو په ډاګه کړې ده چي ډېمنشیا (د حافظې او فکر کمزوري کېدل) د علاج وړ دی، او د دې ناروغۍ میلیونه پېښې د ساده خو مهمو بدلونونو له لاري مخنیوی کېدای سي. د نړۍ مخکښو څېړونکو په تازه راپور کي د ډېمنشیا د ماتولو لپاره یوه واضحه او علمي «لارنقشه» وړاندي کړې ده.
په دې نوي اجماعي علمي راپور کي، څېړونکو ۵۶ علمي سپارښتني وړاندي کړي دي چي موخه یې د ډېمنشیا د خطر راکمېدل دي. په دې سپارښتنو کي د اورېدو د کمزورۍ درملنه، د ویني د لوړ فشار کنټرول، د ټولنیز یوازیتوب مخنیوی، د عامه روغتیا پوهاوی، د چاپېریالي فشارونو کمول، او د مخنیوي پروګرامونو لپاره دوامداره سپورټ شامل دي.

د دې څېړني مشره لیکواله، ډاکټره هېرېټ ډېمنېتس–کینګ د لندن د کوین مري پوهنتون څخه وايي چي د ډېمنشیا د مخنیوي علمي شواهد لا له مخه روښانه دي، خو لا تر اوسه عملي پالیسۍ نه دي ګرځېدلي.
هغې وویل:
«موږ پوهېږو چي د ډېمنشیا خطر کمېدای سي، خو دا شواهد لا تر اوسه په یوه منسجمه دولتي تګلاره نه دي اوښتي. خلک واضح، علمي او اسانه لارښووني غواړي چي څنګه د خپل دماغ روغتیا وساتي، خو اوسنی معلومات ډېر وخت مغشوش وي او ان ځیني کسان ځان ملامت احساسوي.»

هغې زیاته کړه:
«اوس وخت د دې دی چي منظم، عادلانه او واقعي ګامونه واخیستل سي، څو د ډېمنشیا د مخنیوي پالیسۍ د خلکو د واقعي ژوند له شرایطو سره سمې جوړي سي.»
دا راپور د لانسیټ کمېسیون د ۲۰۲۵ کال د څېړني پر بنسټ جوړ سوی دی، چي پکي ۱۴ هغه بدلېدونکي عوامل یاد سوي دي چي د ډېمنشیا خطر زیاتوي، او دې پایلې ته رسېدلی و چي نږدې د الزایمر ناروغۍ نیمايي پېښې د مخنیوي وړ دي.