د ط..البانو تر کنټرول لاندي د عامي روغتيا وزارت د پوليو د برخي د مرکز څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د دوشنبې په ورځ د افغانستان په پو شمېر ولايتونو کي د ګوزڼ ناروغۍ د مخنیوي په موخه د پنځو کلونو کم عمره کوچنيانو ته د پولیو د واکسين کمپاین پیلېږي.
په خبر پاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه کمپاين د افغانستان په هغو ولايتونو کي پيلېږي، چي د ډيورنډ فرضي کرښي ته نژدې وي. خبرپاڼه دغه راز زياتوي چي په يادو ولايتونو کي ځکه د واکسين کمپاين پيلوي، چي په راغلو کډوالو کي د ګوزڼ د مثبتو پېښو مخنيوی وکړي.
بايد وویل سي، چي په دې وروستيو کي د پاکستان څخه په زرګونو افغان کډوال افغانستان ته راغلي او اوس داسي بېره سته چي د ګوزڼ ناروغي به په افغانستان کي نوره هم پراخه سي.