سرچينو د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کي د یکشنبې په سهار د یوې چاودني خبر ورکړی

سرچينو د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌اباد ښار کي د یکشنبې په سهار د یوې چاودني خبر ورکړی دئ.
د راپورونو له مخي، چاودنه د ط..البانو د استخباراتو د کارکوونکو پر موټر سوې ده.
یوې سرچینې څراغ تلوېزيون ته ویلي، چي د دې برید هدف د ط..البانو د استخباراتو غړی، صفی‌الله متوکل و.

تر اوسه د ط..البانو سیمه‌ییزو چارواکو د دې پېښي په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړي.