سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

سرچينو د سې شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د کابل ولايت په بادام باغ سيمه کي غلو يو ټکسي چلوونکی د چاقو په وسيله وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ټکسي چلوونکی معروف نومېدی، چي تر وژل کېدو وروسته ئې جسد په يوې ويالې کي غورځول سوی و.
د سرچينې په وينا چي ټکسي د بل کس وه او معروف د پيسو په بدل کي چلول.

تر اوسه ط..البانو د یادي پېښي په تړاو څه نه دي ويلي‌.
بايد وويل سي چي په افغانستان کي د وسله والو غلاوو پېښي ورځ تر بلي زياتېږي چي ط.. البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي.