سرچينو ويلي، چي په اسلام اباد کي د ايران او امريکا د مذاکراتو د ناکامه کېدو وروسته

سرچينو ويلي، چي په اسلام اباد کي د ايران او امريکا د مذاکراتو د ناکامه کېدو وروسته، د سیمي هيوادونه هڅه کوي امریکا او ایران بېرته د خبرو مېز ته راولي.
د وال‌ ستریت ژورنال د راپور له مخي، سره له دې چي د واشنګټن او تهران دریځونه لا هم یو له بل سره ټکر لري، خو د مذاکراتو لاره نه ده تړل سوې او امکان لري، چي د خبرو دوهم پړاو په راتلونکو ورځو کي پیل سي.
سرچینې زیاتوي، چي د سیمي هيوادونه له امریکا سره په سلا مشورو بوخت دي، څو هغه نازک اوربند وساتل سي چي په وروستيو کي د ايران او امريکا ترمنځ سوی وو او د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د بیا زیاتېدو مخ ونيول سي.