سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د بلوچستان په مرکز کوټه کي د نامعلومو وسله‌والو په ټکانو کي درې افغانان وژل سوي او یو بل ټپي سوی دئ.
د راپورونو له مخي، پېښه د هزار ګنجي کراس په سیمه کي هغه مهال سوې، چي څلور افغانان له کوټي څخه د ګلستان پر لور د تګ له پاره ولاړ وو.
ویل کېږي، دوه موټرسایکل سپرو وسله‌والو ورباندي ټکان کړي دي او دغه مرګ ژوبله ئې اړولې ده.

سرچينه دغه راز وايي چي په برید کي دوه کسان په سیمه کي وژل سوي او دوه نور ټپیان روغتون ته وړل سوي، چي یو ئې وروسته د درملني پر مهال خپل ژوند‌ د لاسه ورکړی.