سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د ط..البانو مشر م.لا هب.ت‌الله کابل ته تللی او ټاکل سوې

سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د ط..البانو مشر م.لا هب.ت‌الله کابل ته تللی او ټاکل سوې، چي نن سې شنبه د خپلو فرمانونو د اغېزو په اړه په یوه علمي کنفرانس کي وینا وکړي.
دغه کنفرانس پرون د میدان وردګو پوهنتون له خوا پیل سوی او څلور ورځي به دوام وکړي.
د ط..البانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کنفرانس له پاره شاوخوا زر علمي مقالې منل سوي دي، چي په ۷۵ ټوکه کي چاپ سوي.

د سرچینو په وینا، په دې کنفرانس کي د ط..البانو د حکومت د کابینې غړي، لوړپوړي چارواکي، شاوخوا درې زره دیني عالمان، د پوهنتون استادان او څېړونکي ګډون لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *