د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د اسيايي سياسي ګوندونو په نړۍواله غونډه کښي ويلي دي، چي ناټو يو ځل بيا کوښښ کوي، چي افغانستان ته داخل سي. د هغه په خبره چي د ناټو غړي هیوادونه کوښښ کوي، چي په منځنۍ اسيا کښي د مسکو متحدين تعقيب کړي او د هغوی څخه غواړي، چي د روسيې او امريکا ترمنځ يو انتخاب کړي.