سعودي عربستان په تېرو درو ورځو کي ۱۶ بهرني اتباع اعدام کړي

د عربي رسنيو د خبر له مخي سعودي عربستان په تېرو درو ورځو کي ۱۷ تنه د ترهګريزو فعالیتونو او نشه يي توکو د قاچاق او خرڅولو په تور اعدام کړي.
د معلوماتو د مخي په دغه اعدام سوو کسانو کي يوازي يو تن د سعودي عربستان اتباع دئ، نور ټول بهرني وګړي دي، چي د سعودي د حکومت له خوا اعدام سوي دي.
د سعودي عربستان د حکومت له خوا د دغه اعدامونو په اړه نړۍوالو بشري سازمانونو اندېښنه ښودلې او د هغوی ئې غوښتي چي دغه ډول سزاګاني دي و دروي.
بايد وويل سي، چي د ۲۰۲۵کال له پیل راهیسي سعودي عربستان ټول‌ټال ۲۳۹ کسان اعدام کړي، په دغه اعدام سوو کسانو کي ۱۳۶ تنه بهرني اتباع دي.