سمیع الله د زرګونو هغو افغان ځوانانو له ډلي دئ، چي د یوې ګولې ډوډۍ له پاره ئې خپل ژوند په خطر کي واچوی

سمیع الله د زرګونو هغو افغان ځوانانو له ډلي دئ، چي د یوې ګولې ډوډۍ له پاره ئې خپل ژوند په خطر کي واچوی.
سمیع الله د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او د ډاټابېس په برخه کي د مسلکي زده کړو لرونکی دئ، خو کلونه ئې د کار په تمه تېر کړل او هېڅ فرصت ورته برابر نه سو.
هغه درې اولادونه لري او په خبره ئې فاميل او اولادونو ئې سترګي ورته نيولي وې، چي کور ته يوه ګوله ډوډۍ راوړي؛ خو هغه هر سهار د کار په لټه تر ماښامه ګرځېدئ مګر د شپې به تش لاس او خالي جيب کور ته ستنېدی.

د بېوسۍ دې حالت هغه دې ته اړ کړ چي په پور اخیستو د مهاجرت سفر پیل کړي او د خپلي کورنۍ د راتلونکي د ژغورلو په هیله له وطنه څخه ولاړی، خو په لاره کي ئې د مرګ، لوږي او شکنجې له دردونو سره مخامخ سو.
د لومړي سفر پر مهال بېرته افغانستان ته وشړل سو، خو کله چي ئې د خپلو ماشومانو لوږه ولیده، یوازي لس ورځي وروسته ئې بیا هغه خطرناکه لار ونیوله.
سمیع الله وایي، د ایران او ترکیې پر پوله ورباندي داسي ظلم وسو چي تر اوسه ئې درد نه دئ هېر.

هغه وايي د ترکيې د سرحدي ځواکونو د وهلو له امله ئې لاس مات سو، څو ورځي ئې نه یوه ګوله ډوډۍ وموندله او نه ئې د تندي د ماتولو له پاره اوبه.
هغه زیاتوي، تر ټولو سخت درد د بدن زخمونه نه وو، بلکي دا فکر و چي ماشومان ئې په کور کي د هغه په تمه ناست وو.
هغه وایي، که په خپل هیواد کي ئې د میاشتي دومره عاید درلودای چي د خپلو اولادونو له پاره ډوډۍ برابر کړي، هېڅکله به ئې د مرګ دې لاري ته مخه نه وای کړې.

د سمیع الله کیسه یوازي د یوه انسان کیسه نه ده؛ دا د زرګونو افغانانو د ژوند هغه خاموشه فریاد دئ، چي هره ورځ د بېکارۍ او بېوزلۍ له امله له خپلو کورونو، خپلو ماشومانو او خپل وطن سره مخه ښه په اوښکو کوي، په دې هیله چي ښايي ژوند به ئې بلي غاړي ته بدل سي؛ خو د ډېرو له پاره دا سفر یا په زندان پای ته رسېږي، یا په شکنجو او یا هم په داسي برخلیک چي کورنۍ ئې کلونه د هغوی د راستنېدو په انتظار پاته کېږي.