امریکايي شبکې سي بي اس د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د خپلي ولسمشرۍ له پیله د لومړي ځل له پاره دا ارزوي چي اوکراین ته د نظامي ملاتړ له پاره اضافي مالي مرسته ځانګړې کړي.
یادې شبکې دا هم زیاته کړې، چي د دې نوو مالي مرستو احتمالي سرچینه لا هم نامعلومه ده، خو ټرمپ شاوخوا ۳.۸۵ میلیارده ډالر له هغې بوديجې څخه لري چي د پخواني ولسمشر جو بایډن حکومت اوکراین ته د وسلو د ملاتړ له پاره ځانګړې کړې وه.
دا پیسې د داسي میکانیزم له لاري کییف ته ورکول کېږي چي ولسمشر ته اجازه ورکوي، په بیړنیو حالاتو کي، پرته له دې چي د کانګرس تایید ته اړتیا وي، د اجرایي فرمان له لاري یوه ملګري هيواد ته وسلې وسپاري.
سي بي اس همداراز راپور ورکړی چي ټرمپ ښايي له همدې پیسو څخه د وسلو د لېږلو له پاره ګټه واخلي.