د بخښني نړۍوال سازمان د يکشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کي ويلي دي، چي ط..البانو افغان يوټيوبر او خبريال سيد رحيم سعيدي د ط..البانو سره تر ۱۱ مياشتي د زندان تر تېرولو وروسته د يکشنبې په ورځ آزاد کړی دئ.
د بخښني د نړۍوال سازمان په خبره، چي ط..البانو سيد رحيم سعيدي يولس مياشتي وړاندي ځکه نيولی وو، چي دغي ډلي ادعا کړې وه، چي نوموړي د ط..البانو پر ضد باندي تبليغات کول.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم پر افغان رسنيو سانسور زیات سوی، د ط..البانو له خوا خبريالانو ته اجازه نه ورکول کېږي، چي د دغي ډلي بې اجازې دي نشرات وکړي. د ط..البانو په واکمنۍ کي ډېری خبريالان د بېلابېلو جرمونو په تور نيول سوي او زنداني سوي دي.