ملګرو ملتونه وايي چي ط..البان د افغانستان د بشري مرستو په وېش کي لاسوهنه کوي.
د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر وايي، ط..البانو د مرستو رسولو بهیر له خنډونو او محدودیتونو سره مخ کړی.
د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) تازه راپور کي راغلي، ط..البان مرستي خپل د خوښو سیمو ته اړوي او کوښښ کوي، چي پر خپلو خلګو ئې تقسيم کړي.
په راپور کي دا هم ویل سوي، چي ځیني ط..الب چارواکي د ملګرو ملتونو له یو شمېر کارمندانو سره د قراردادونو په بدل کي رشوت اخلي.
د ط..البانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان ته له لسو میلیاردو ډالرو زیاتي نړۍوالي مرستي راغلي چي ۳۶ سلنه ئې امریکا ورکړي دي.