سپاه پاسدارانو د چهارشنبې په ورځ په دوو جلا جلا اعلامیو کي ادعا کړې

سپاه پاسدارانو د چهارشنبې په ورځ په دوو جلا جلا اعلامیو کي ادعا کړې، چي د امریکا د پوځ یوه هوايي اډه ئې په اردن کي د بالستیک توغندیو په وسیله په نښه کړې ده.
د سپاه پاسدارانو هوايي ځواک ويلي، پر یادي اډې ئې څو بالستیک توغندي توغولي دي.
همداراز د دې ځواک سمندري څانګي ادعا کړې، چي درې نفت‌لېږدونکي بېړۍ، چي د دوی د خبرداریو له پامه غورځولو وروسته ئې تګ ته دوام ورکړی و ويشتلي دي.

بل لور ته د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) مخکي ویلي وو، چي له ایران څخه توغول سوي ټولي توغندي ئې شنډي او له منځه وړي دي او په دغو بریدونو کي امریکايي ځواکونو ته هېڅ زیان نه دئ اوښتی.