شمالي کوريا: امريکا او اسرائيل په منځني ختیځ کي د‌ جګړې اور ته لمن وهي

شمالي کوريا پر ایران باندي د‌ اسرائيلو بريد ته په اشاره ويلي دي، چي اسرائیل د امریکا او نورو لويديځو هيوادونو په ملاتړ په منځني ختيځ کي د جګړې عاملين او د سولي خرابوونکي دي.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کي راغلي، چي د اسرائیلو له خوا پر ايران برید یو تېری‌کوونکی اقدام، د ملګرو ملتونو د منشور له اصولو سرغړونه او د بشریت پر وړاندې نه بخښونکی جنایت دئ، چي په منځني ختیځ کي ئې د یوې نوي عیاري جګړې د پراخېدو خطر ډېر کړی دئ.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چي اسرائیلو سیمي ته نوې جګړه راوړې:«د اسرائیلو د پردې تر شا ملاتړکوونکي به په بشپړه توګه د سولي او نړۍوال امنیت د له منځه تلو مسؤلين وي.»