شمالي کوریا په خپلو تازه پوځي پرمختګونو کي یو نوی عصري جګړه‌ییز ټانګ نندارې ته وړاندې کړی

شمالي کوریا په خپلو تازه پوځي پرمختګونو کي یو نوی عصري جګړه‌ییز ټانګ نندارې ته وړاندې کړی، چي د فعال دفاعي سیستم (APS) سره سمبال دئ.
د چارواکو په وینا، دغه سیستم کولای سي د ټانګ پر لور راتلونکې توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) په هوا کي له منځه یوسي.
په ورته وخت کي، شمالي کوریا د جامدو سون‌توکو له پاره د راکټ یو نوی او پیاوړی انجن هم ازمویلی دئ. ویل کېږي چي دغه انجن د کاربن فایبر له مرکب موادو جوړ سوی او شاوخوا ۲۵۰۰ کیلو نیوټن زور تولیدوي، چي دا د پام وړ لوړ ځواک بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په خپله د دې ازموینو څارنه کړې ده.