ط..الب قاري سعيد د خپلو واکمنانو څخه د ناراضۍ پوسټ ډيليټ کړی

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو مخکني امر قاري سعيد يوه ورځ وړاندي پر خپله فېسبوک پاڼه باندي د ط..البانو په نظامي کي د بې عدالتۍ څخه شکايت کړی و او ليکلي ئې وه، چي قرباني غريبو ط..البانو ورکړې؛ خو اتل په کښي د خان او واکمن زوی دئ.
هغه څو ساعته وروسته د ط..البانو د مشرانو په امر باندي خپل پوسټ بېرته ډيليټ کړی.
څراغ تلوېزيون ته يوې باوري سرچينې ويلي چي قاري سعيد خپلو ط..البان مشرانو ته وعده ورکړې، چي بل وخت به دغه ډول ليکني نه کوي.