د ط..البانو د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس پر خپله اېکس پاڼه په خپاره سوي پيغام کي ويلي، چي دايران څخه راغلو افغان کډوالو په ايران کي خپل فرهنګ او کلتور هېر کړی دئ.
هغه د ط..البانو د يوه م.لا ويډيو هم د نشر کړې، چي د ايران څخه راغلو افغان کډوالو ته ئې ويلي، چي خپل فرهنګ مه هيروی:« خپل افغانی لباس واغوندئ، د پرديو فرهنګ او لباس مه کاروئ.»
ط..البانو دغه افغان کډوالو ته دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي افغان کډوال د افغانستان پر پوله د لوږي، بې سرپناهۍ او دې ته ورته نور ستونزو سره مخ دي. د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کارونکو د ط..البانو د دغه رئيس خبرو ته په غبرګون کي ويلي، چي اوس افغان کډوال لاس نيوي او مرستي ته اړتيا لري، هغوی ته د پيغور ورکولو وخت نه دئ.
هغوی ليکي د افغان کډوالو زړونه په پیغورونو مه ور ماتوئ بلکي لاس نيوی او مرسته ئې وکړئ.