د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان رسنيو د پاره نوې کړنلاره جوړه کړې، چي له مخي به ئې ټولي هغه رسنۍ چي سياسي خپروني کوي، تر خپرونو مخکي بايد د خپروني د ميلمنو، موضوع او وياند په اړه معلومات په رسمي ډول د ياد وزارت سره شريک کړل سي.
دغه وزارت ويلي، چي د رسنيو د سياسي خپرونو د څار له پاره ځانګړې کمېټه جوړوي، چي په مرسته به ئې ټولي هغه سياسي خپروني څاري، چي د افغانستان داخل رسنيو کي نشريږي.
د ط..البانو دغه کړنلاره، رسنيو ته سپارښتنه کړې، چي تر نشر مخکي د خپلو سیاسي پروګرامونو لنډیز دې کمېټې ته وسپاري او خبرداری ورکړل سوی، چي د سرغړوني په صورت کي به قانوني چلند ورسره وسي.
يو شمېر خبريالانو د ط..البانو دغه د رسنيو کړنلاره غندلې ده او ويلي ئې دي، چي دغه ډول فعالیتونه د رسنيو ازادي له منځه وړي او پر رسنيو د دولت سانسور زياتېږي، چي له امله به ئې رسنۍ په دغه هيواد کي د يوه نامعلوم برخليک سره مخامخ سي.
دغه خبريالان د ط..البانو غوښتي، چي رسنيو ته دي خپلواکي ورکړي، تر څو د ولس ستونزي او غوښتني په سم ډول انځور او تر نورو پوري ئې ورسوي.