ط..البان: تېره ورځ ۱۶۸۳۳ افغان کډوال د ايران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي

د ط..البانو تر واک لاندي د‌کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دوشنبې په ورځ د پاکستان او ايران څخه شاوخوا ۱۶۸۳۳ افغان کډوال بېرته افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپانه کي ويل سوي، چي ۱۱ زره او ۳۵۱ افغان کډوال د پاکستان څخه د تورخم او سپين بولدک د لاري افغانستان ته راغلي دي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي ۴ زره ۹۸۷ کډوال بيا د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
باید وويل سي، چي هره ورځ د ګاونډيو هيوادونو څخه په زرګونو افغان کډوال افغانستان ته راځي، چي دلته افغانستان کي بشري مرستو او لاس نيوي ته اړتيا لري.
دغه افغان کډوال په افغانستان کي د کار، زده کړو، روغتيايي خدماتو، سرپنا او دې ته ورته نورو اساسي خدماتو ته اړتيا لري.