ط..البانو په ننګرهار او کنړ ولايتونو کي د خيريه بنسټونو ته د شنبې په ورځ امر کړی، چي، د مرستو د وېش پر مهال دي د زلزلې ځپلو مېرمنو انځور نه اخلي.
د ننګرهار د ط..البانو د رسنيو د دفتر څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي راغلي: ((د مرستو د رسولو او وېش پر مهال دي اسلامي او افغاني ارزښتونو ته بشپړ درناوی وسي او له هر هغه اقدام یا چلنده دي ډډه وسي چي د خلکو احساسات راپاروي.))
بايد وويل سي، چي ط..البانو دغه پرېکړه ځکه کړې، چي په کنړ ولايت کي يوشمېر بنسټونو د هغه افغان مېرمنو انځورونه نشر کړل، چي د ښځينه ډاکټران د کمښت له امله ئې تداوي نارينه ډاکټران کوي.