د ط..البانو مشر م.لا هب.ت الله په خپل فرمان کي ط..البانو ته امر کړی، چي د ټولو پوهنتونو، ښونځيو، مدرسو او کتاب پلورنځيو څخه دي هغه کتابونه را ټول کړي، چي منحرف او د دوی د پاليسۍ خلاف وي.
ط..البان دغه کتابونه ځکه ټولوي، چي په وينا ئې د اسلامي شريعت او افغاني کلتور سره په ټکر کي دي.
ط..البانو د ټولو کتاب پلورنځيو مسئولينو ته سپارښتنه کړې، چي د هغه ډول کتابونو د راوړلو څخه دي ډډه وکړي، چي د ط..البانو له خوا منع اعلان سوي دي.