ط..البان وايي د تېري شپې د زلزلې له امله تر اوسه پوري د وژني پېښه نه ده ثبت سوې

د ط..البانو تر کنټرول لاندي د پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ملي ادارې ويلي چي د پنج شنبې په ماخستن په کابل، پروان، میدان‌وردګو، پنجشېر، کاپیسا، خوست، ننګرهار، لغمان او کنړ ولایتونو کي زلزله سوې؛ خو تراوسه پوري ئې د امله د وژني پېښه نه ده ثبت سوې.
د يادي ادارې په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي یادې زلزلې د ننګرهار ولایت په دوو ولسوالیو او د کنړ ولایت په درو ولسوالیو کي مالي زیانونه اړولي؛ خو تر اوسه کوم ځاني زیان نه دی ثبت سوی.
بلخوا بيا د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي، چي په ننګرهار کي د تېري شپې د زلزلې له امله ۱۳ کسان ټپيان سوي.