د ط..البانو د ننګرهار ګمرک مسؤلين وايي، چي په تېره یوه میاشت کښي ئې پاکستان ته د پنځو امریکايي ډوله مخابرو، یو دوربین او د M4 وسلې د مختلفو پرزو قاچاق مخنیوی ئې کړی دئ.
دغه راز سرچینه زیاتوي، چي د پاکستان څخه د درې زره او ۵۰۰ کیلوګرام هایدروجن پروکساید او څلور زره او ۲۰۰ کیلوګرامه امونیم کلورایډ، چي د چاودېدونکو موادو په جوړولو کښي کارول کېږي او په غیر قانوني ډول افغانستان ته راوړل کېدل، نیولې سوي دي.
د ط..البانو اداره پاکستان ته د دغو وسلو د قاچاق د مخنوي خبر پر داسي مهال ورکوي، چي چي څه موده مخکي د ټرمپ ادارې او د پاکستان دولت دواړو ادعا کړې وه، چي په افغانستان کښي د امريکايي ځواکونو څخه پاته سوي وسلې په پاکستان کښي وسلوالي ډلي د پاکستان د حکومت پر خلاف کاروي.