ط..البان وايي چي د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کي ئې ۲۳۵۰ کارتنه بې کېفيته پاکستاني درمل راټول کړي او سوځولي دي.
هغوی وايي چي دغه درمل پر قاچاقي لارو د پاکستان څخه کندهار ولايت ته راغلي وو، چي تر نيول کېدو وروسته سوځول سوي دي.
بايد وويل سي، چي د پاکستان او افغان ط..البانو د اړيکو تر خرابېدو وروسته ط..البانو د پاکستان څخه د درملو پر راوړلو بنديز لګولی.