ط..البان: ۵۶۵ افغانان د عراق او پاکستان د زندانو څخه ازاد‌سوي او افغانستان ته راغلي

د ط..البانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی، چي په روانه اوونۍ کي ۵۶۵ افغان کډوال، چي د عراق او پاکستان په زندانو کي بنديان وو ازاد سوي او بېرته افغانستان ته راغلي دي.
د‌ ياد وزارت په وينا په دغو بنديانو کي ۵۱۷ کسان چي د پاکستان په زندانو کي له دوو میاشتو راهیسي بنديان وو، د سپین بولدک له لاري کندهار ته راغلي او ۴۸ نور کسان، چي د عراق په زندانو کي له ۶ تر ۹ میاشتو پوري بنديان وو، د نیمروز له لاري افغانستان ته راغلي دي