د ط..البانو د بياواکمنۍ سره سم په افغانستان کي خلګ د لوږي، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله مجبوره کېږي، چي پر ناقانونه لارو بهرنیو هيوادونو ته په قاچاقي ډول سفر وکړي، چي ډېر وخت دغه کسان د لاري په اوږدو کي خپل ژوند هم د لاسه ورکوي.
ايران او پاکستان هره ورځ په زرګونو افغان کډوال د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې استوي.
ط..البانو تازه د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کي ۹ هغه کسان نيولي چي غوښتل ئې په ناقانونه توګه ايران ته ولاړ سي.
د ط..البانو له خوا په نشرسوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغو کسانو ايران ته د قاچاقي تګ پلان درلودئ.
ط..البانو دغه کسان پر داسي مهال نيولي، چي ايران د خپلي خاوري څخه د ناقانونه افغان کډوالو ايستل چټک کړي دي.