ط..البانو د بشري حقونو اووه نړۍوال تړونونه نقض کړي

د خوست څخه محلي سرچينو د جمعې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د پنج شنبې په ورځ د دغه ولايت په مرکز کي د ح.قاني شبکې د غړي محمد نبي حقاني وراره په عام بازار کي د عرفان الله په نوم يو ځوان باندي ټکان کړي، هغه ئې ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه پېښه د خوست د ط..البانو د امنيې قوماندانۍ څنګ ته د ببرک خان پارک سره رامنځ ته سوې ده.
سرچېنه زياتوي، چي دغه وژل سوي، ځوان د خوست په بازار کي چاپخانه کول.
د سرچينې په خبره چي ط..البان د مقتول کورنۍ ته ورغلي او ۲۰۰ زره افغانۍ ئې ورکړي او د هغه پر کورنۍ ئې ټينګار کړی، چي قاتل ته بخښه وکړي.