ط..البانو د عصري زده کړو مدافع ښوونکي ته د مرګ سزا ورکړې

د پکتيکا ولايت څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ د يوې ښوونځۍ ښوونکي عبدالعليم خاموش ته د دغه ولايت د ط..البانو د امربالمعروف رياست له خوا د مرګ سزا ځکه ورکول سوې، چي هغه په ښوونځۍ کي خپلو زده کوونکو ته د ديني زده کړو ترڅنګ د عصري زده کړو پر زده کړه زيات ټېنګار کړی وو.
د سرچينې په حواله چي ياد ښوونکي خپلو زده کوونکو ته په ټولګۍ کي ويلي وو، چي دیني زده کړي مهمي دي خو عصري زده کړې ډېري ضروري دي.
د سرچينې په وينا چي خاموش ۲۱ ورځي وړاندي ط..البانو نيولی وو اول ئې ورته د دوه کاله بند سزا ورکړې وه خو اوس تازه ئې ورباندي د اعدام حکم رايستلی دئ.
په ورته وخت کي بيا د ط..البانو د امربالمعروف وزارت په خپل تازه بيان کي ويلي دي، چي عبدالعليم خاموش حضرت محمد ص ته د سپکاوي په تور نيول سوی او د یاد وزارت له خوا ورته د مرګ سزا ورکول سوې ده