د ط..البانو د کار او ټولنيزو چارو د وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د اسد د مياشتي ۲۸ د انګرېزانو څخه د خپلواکۍ د ۱۰۶ کليزي په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د واکمنۍ د پيل څخه تر اوسه پوري دا لومړی ځل دئ، چي غازي امان الله خان له خوا د انګرېزانو څخه د افغانستان د ازادۍ د ورځي د لمانځلو په موخه عمومي رخصتي اعلانوي.